X

Online Doctor Help Line
Support: support@darrak.af | Phone: 0730833200
With our Doctor Help Line be in Touch with Doctors and Get Corona Virus
Protection and Precaution tips for Free.
Dr. Name Expert Field Contact
Sharafuddin Azimi Psychologist
Nematullah Asim MD
Masood Masoomzai Public Health
Qudrat Nursing
Noor Amin MD
Amin Nayer MD
Dr Rahim Hilal Physician
Qayum Atif pediatrician
Shafiullah Aoubi Orthopedic
Online Doctor
Copy Link

شرف الدین عظیمي: قرنتین او پر خواله رسنیو روږدتیا
2020-05-14 16:47:44

د قرنتین ورځې، کورناستی او د دې ورځو لپاره منظم پلان نه لرل د دې لامل ګرځېدلي چې ډېری خلک بېلابېلو چارو ته مخ واړوي تر څو په دې ستړو ورځو کې ځانته بوختیا پیدا کړي.
د مخامخ اړیکو کمېدل، کور پاتې کېدل او له ريښتنۍ نړۍ نه لرېوالی، د دې لامل شوی چې خلک په افراطي بڼه ټولنیزو شبکو او مجازي نړۍ ته مخه کړي تر څو هغه یوازیتوب، عاطفي او احساسي تشه ډکه کړي چې پۀ ریښتینې نړۍ کې پر تګ راتګ د بندیز او اړیکو د کموالی له امله مینځته راغلې.
ټولنیزې شبکې د اړیکو نیولو ډېر ښه پلونه دي چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې رول د ستاینې وړ دی، خو له کچې ډېر او افراطي کارول یې روږتیا مینځته راوړي، چې د داسې روږتیا له مینځه وړل او درملنه بیا پر نشه یي توکو تر روږتیا هم ډېره سخته او ستونزمنه ده.
هغه کسان چې پر خواله رسنیو روږدي وي د ریښتنې نړۍ نه یې واټن ډېرېږي او پر مجازي نړۍ پورې تړل کېږي، په هغه کچه مجازي نړۍ کې ډوب وي، چې له کور او کورنۍ څخه په ډېر لرې واټن سره ګوښه والي ته مخ اړوي چې همدا یې ډېر ځله سخت اندېښمن کوي.
دوی ډېرځله د هغو کسانو پېښې کوي، چې پر مجازي نړۍ کې ډېر فعاله وي همدا یې عادت ګرځي لۀ همدې امله خپل ریښتنی شخصیت هېروي، هغوی تل خپل ځان د ټولنیزو شبکو له نور کارکونکو سره پرتله کوي او تل هڅه کوي ترڅو هغوی نه مخته شي که هر څو په ریښتني ژوند کې ډېر شاته پاتي هم وي.
دا روږتیا سربېره پر دې چې انسان ته اروایي زیانونه اړوي جسمي زیانونه هم له ځان سره لري چې ستړیا، بې وسي او فزیکي دردونه یې ښې بېلګې دی. نو ډېر پام وکړئ چې قرنتین مو پر ټولنيزو شبکو د روږتیا لامل نشي.
https://www.youtube.com/channel/UCzf8F6V-XFQL9rLKoEA22yw/featured