X

Online Doctor Help Line
Support: support@darrak.af | Phone: 0730833200
With our Doctor Help Line be in Touch with Doctors and Get Corona Virus
Protection and Precaution tips for Free.
Dr. Name Expert Field Contact
Sharafuddin Azimi Psychologist
Nematullah Asim MD
Masood Masoomzai Public Health
Qudrat Nursing
Noor Amin MD
Amin Nayer MD
Dr Rahim Hilal Physician
Qayum Atif pediatrician
Shafiullah Aoubi Orthopedic
Online Doctor
Copy Link

شرف الدین عظیمی: د قرنتین او محدودیت ماتولو لاملونه

کرونا او په چټکۍ سره خپرېدل یې د دې لامل وګرځېدل، چې ټوله نړۍ تر یو مهاله قرنتین یا ګوښه وي او یا دې د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه ولګول شي. زموږ د هېواد افغانستان ډېری ولایتونه هم قرنتین، او د خلکو پر تګ راتګ بندیز پکې لګول شوی وو او باید یادونه وشي، چې دا کار په وخت سره وشو او باید له دولت څخه منندوی واوسو.
د بېوزلۍ، بېکارۍ او فقر لۀ کبله، چې کلونه کیږي زموږ هېوادوال ورسره لاس او ګرېوان دي، پۀ ډېری ښارونو کې قرنتین او ګرځند بندیز مات شو، سره له دې، چې ډېری خلک د دې وژونکي ویروس په اړوند پوهېدل او له خپرېدو او پایلو یې هم خبر ول، خو د خپلې کورنۍ د مالي اړتیاوو پوره کولو لپاره یې پر ورته کړنو لاس پورې کړ او یاد محدودیتونه یې مات کړل.
خو دا د بندیزونو ماتولو او قرنتین ته نه پاملرنې یوازینی لامل نه دی بلکې داسې کسان هم شته، چې پرته له کوم څرګند دلیله قرنتین اولګول شوي بندیزونه ماتوي او آن د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې هم نه پلې کوي؛ د کوېډ۱۹ ناروغۍ نه منل، اړوند خبرونه ناسم ګڼل، په حکومت باندې د خلکو بې باوري، خپل او د نورو ژوند ته ارزښت نه ورکول او د دې ناروغۍ له چټک پرمختګ څخه ناخبري نور لاملونه دي، چې له کبله یې ډېری خلک لګول شوی بندیزونه بې ارزښته ګڼي.
له دې سره سره؛ د منظم پلان نه شتون او د سمې او پرځای بوختیا نه لرل د دې لامل شوی، چې قرنتین او لګول شوي بندیزونه د ډېری وګړو لپاره سخت او ستونزمن تمام شي، همدې ستړیا خلک تر سخت فشار لاندې راوړي او دې ته چمتو دي چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ ومني او سپارښتنې، لارښوونې او لګول شوي بندیزونه تر پښو لاندې کړي.
هغه څه چې مرسته کوي دا دي، چې آن د قرنتین او بندیزونو له لرې کېدو وروسته هم د روغتیا د نړیوالې ادارې او روغتیا وزارت سپارښتنو ته ژمن پاتې شو او د کوېډ۱۹ ناروغي جدي وګنو، چې هغه مهال به هرڅوک په خپله د دې ویروس لۀ خپرېدو د مخنیوي په موخه اړینې تګلارې پر ځان پلې کوي.
https://www.youtube.com/channel/UCzf8F6V-XFQL9rLKoEA22yw/playlists