X

Online Doctor Help Line
Support: support@darrak.af | Phone: 0730833200
With our Doctor Help Line be in Touch with Doctors and Get Corona Virus
Protection and Precaution tips for Free.
Dr. Name Expert Field Contact
Sharafuddin Azimi Psychologist
Nematullah Asim MD
Masood Masoomzai Public Health
Qudrat Nursing
Noor Amin MD
Amin Nayer MD
Dr Rahim Hilal Physician
Qayum Atif pediatrician
Shafiullah Aoubi Orthopedic
Online Doctor
Copy Link

شرف الدین عظیمی: ولې کرونا جدي وګڼو؟
2020-05-16 18:30:52

کرونا یوه ساري ناروغي ده او پۀ ډېره اسانه یوبل ته لېږدیږي. پرمختللو هېوادونو چې ملت ته د روغتیایي چوپړ پۀ برابرولو کې یې لوی لاس درلود، لۀ کوېډ۱۹ سره پر مبارزه کې لۀ ستونزو سره مخ شول او پۀ ځینو هېوادونو کې خو د اخته او مړو کسانو شمېر زړه بوږنوونکی وو. نړۍ تر دې مهاله دې ناروغۍ ته د درملو پر جوړولو نده بریالۍ شوې. اوسمهال د کوېډ۱۹ لپاره د واکسین جوړولو او د دې ویروس د درملو تر موندلو پورې جدي ګڼل او لۀ دې ناروغۍ نه د مخنیوي تګلارې پلې کول غوره چارې ګڼل کیږي. خو پۀ ریښتیا لۀ دې جدي ګڼلو موخه څۀ ده؟
د کرونا ویروس او ناروغي شتون ومنو او قبوله کړو چې دا تریخ حقیقت د ټولو ژوند ګواښي، خو کرونا به ژر او د دوو راتلونکو اونیو بهیر کې لۀ نړۍ نه ورکه نشي؛ نو باید ددې پۀ لټه کې اوسو چې څنګه د کرونا پۀ شتون کې ژوند ته دوام ورکړو او پۀ دې هیله اوسو چې اخر به بشر د کوېډ۱۹ ناروغۍ لپاره د درملو پۀ جوړولو بریالی کیږي.
ځان او نورو ته ارزښت ورکول؛ یاني د روغتیا د نړیوالې ادارې او روغتیا وزارت سپارښتنو ته پاملرنه وکړو او پر ډېر احتیاط یې عملي کړو. فردي پاکولي ته پام، واټن نیول، ټولنیزو مراسمو ته لۀ ورتګ ډډه کول، لۀ لاس ورکولو، ښکلولو او غېږ ورکولو نه ځان ساتل او پۀ ځان کې د کرونا نښو لۀ لیدلو وروسته کورناستی او پۀ بېله خونه کې اوسېدل ټول، ځان او نورو ته ارزښت ورکول ګڼل کیږي.
د کرونا پۀ جدي نۀ ګڼلو سره، دولت دې ته اړباسو چې بندیزونه ډېر او قرنتین تمدید کړي، ښایي د ځان او خپلو نیږدې خپلوانو د مرګ لامل وګرځو او کېدای شي ویروس ولېږدوو او پۀ ناخبره ډول ډېر نور کسان هم پرې اخته کړو. جسمي درد او کړاوونه، اضطراب، ژورخپګان او وسواس پر کرونا د اخته کسانو ترخې تجربې وې.
https://www.youtube.com/watch?v=Sq5aF_hvJ7U&list=PLVjgzYlGNksJ-vPqIAb1OvyqswK43-68k