X

Online Doctor Help Line
Support: support@darrak.af | Phone: 0730833200
With our Doctor Help Line be in Touch with Doctors and Get Corona Virus
Protection and Precaution tips for Free.
Dr. Name Expert Field Contact
Sharafuddin Azimi Psychologist
Nematullah Asim MD
Masood Masoomzai Public Health
Qudrat Nursing
Noor Amin MD
Amin Nayer MD
Dr Rahim Hilal Physician
Qayum Atif pediatrician
Shafiullah Aoubi Orthopedic
Online Doctor
Copy Link

شرف الدین عظیمي: قرنتین او افغانستان کې آنلاین زده کړې
2020-05-17 18:06:06

ښوونیز او اکاډميک مرکزونه د هغو ادارو لۀ ډلې څخه دي، چې نۀ یوازې پۀ افغانستان بلکې پۀ ټوله نړۍ کې د بېړنیو حالاتو د اعلان پر مهال تر ټولو ژر بندیږي لوی لامل یې د زده کونکو او محصلانو ډېروالی دی، چې د زده کړی لپاره آکاډمیکو مرکزونو ته ځي او کۀ چېرې دې مرکزونو ته کوم زیان ورسیږي نو نور خلک به هم سخت زیانمن کړي.
کرونا ویروس چې ډېر اسانه او له یو متر پۀ لږ واټن کې لۀ یو کس نه بل ته لېږدول کېږي؛ کولای شي پۀ ډېرې تېزۍ سره پر ښوونځيو او پوهنتونونو کې خپور شي، لۀ همدې امله د دې مرکزونو بندېدل ډېر اړین او ارزښتمن دي.
خو په خواشینۍ سره ووایم، چې دا ځل رخصتي تر بل هر وخته ډېره اوږده شوه، چې لۀ امله یې زموږ په هېواد کې هم د نورو ټولنو په څېر د آنلاین يا لۀ لرې لارې زده کړو، لړۍ پيل شوه. خو ټول پوهېږو چې زموږ زده کړیزو او تحصیلي بنسټونو د لومړي ځل لپاره آنلاین درس ورکول پيل کړي او له الکترونکی وسایلو، انټرنټ او اپلیکېشنونو سره د ښوونکو او استادانو نابلدي په آنلاین زده کړو کې د ستونزو لامل شوې.
انټرنټ ته د ډېری زده کړیالانو او ښوونکو نۀ لاس رسی بله ستونزه ده چې کولای شي دا لړۍ ګډوډه کړي او هغه زده کوونکي چې په هر دلیل انټرنټ ته لاس رسی نۀ لري پۀ درس کې وروسته پاتې شي، همدارنګه د انټرنټي شبکو د سرعت کموالي هم تر یوې کچې کولای شي د آنلاین زده کړو لړۍ ورو او ستړې کوونکې کړي.
اوس مهال د کرونا کړکېچ او لۀ زده کړو پاتې کېدو دواړو د زده کړیالانو او زده کوونکو پر اروایي روغتیا ناوړه اغېز کړی او پر کرونا سربېره؛ د آنلاین زده کړو لړۍ ددې لامل ګرځېدلې چې زموږ ډېری زده کوونکي او زده کړیالان وسواس، سټرس، ژورخپګان او زړۀ خوړل تجربه کړي او کرار کراره پر همدې ګډوډیو اخته شي.
https://www.youtube.com/channel/UCzf8F6V-XFQL9rLKoEA22yw/playlists